اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې تحريك انصاف د سي پېك په پېل كښې هم دهرنا وركړې وه او چې اقتدار يۍ ترلاسه كړو نو د سي پېك رفتار يۍ سست كړو ، دوست هېوادونه ئې خفه كړل٬علي امين ګنډا پور له مشوره وركوٶ چې پېښور ته لاړ شي او د اولس بهترۍ لپاره اقدامات وكړي ٬ كه احتجاج دوام دار وي دې سره به هېڅ فرق رانشي٬ اصل معامله معيشت ته وده وركول دي كوم پلو چې مونږ خصوصي پام ګرځولے دے ٬ پاکستان به يو عظيم رياست جوړٶ٬ د اېس سي او غونډه پاكستان لپاره لوے اعزاز دے٬ په داسې موقعو احتجاج من??ي پېغام دے، مونږ له د پاكستان په زړه پورې تشخص نړۍ ته ښودل دي۔ د جمعې په ورځ په پي ټي وي هيډکوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا ك??ې ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښۍ حکومت د خارجه پاليسۍ په محاذ بلها كاميابۍ ترلاسه كړې دي او دا سفر دوام دار دے۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د پاکستان دوره كاميابه وه، ماليزيا سره پاكستان د ورورولۍ او دوستۍ اړيكې لري٬ وزيراعظم انور ابراهيم د دورې په م??ال د تجارت او سرمايه كارۍ پحقله معاملې مخ په وړاندې بوتللې كومې چې پاكستان لپاره خوشبينه دي، ??ې سره به نه يوازې د پاکستان برآمدات زيات شي بلكې په تجارتي زيان كښې به ښكاره كمې راشي ، پاکستان كښې به سرمايه كاري وشي او دې څخه به كاروباري طبقه مستفيد شي۔ ده ووئيل دا ډول دورې د پاکستان معيشت لپاره ښه پېغام دے٬ د بهر هېوادونو د لوړو كچو د پلاويو پاكستان ته راتګ په معاشي اشاريو ك??ې د بهترۍ نويد دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د ورلډ اکنامک فورم په م??قع د ماليزيا وزيراعظم له د پاكستان دورې بلنه وركړې ده۔ ده د پاکستان څخه د غوښې او وريژو برامدات زياتولو٬ د آئي ټي او آرټيفيشل انټيلي جنس په څانګه كښې معاملو ته په دوه وركولو خبره كړې او په ابتدائي توګه يۍ د يو لك ټن وريژو او د 200 ټن غوښې پاكستان څخه د درامد كولو اعلان كړې۔ ده ووئيل په راتلونكې يو څو ورځو ك??ې د سعودي عرب د لوړې كچې د پلاوي پاكستان ته دوره متوقع دے٬ ده ووئيل پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم د کنفرنس كوربتوب كوي چې پكښې به د دولس هېوادونو مشران ګډون لپاره پاكستان ته راځي، ?? څو لسيزو نه وروسته د کنفرنس ايونټ په پاکستان كښې كېږي كوم لپاره چې بشپړه انتظامات جاري دي٬ اسلام آباد سنګارولې كېږي۔ ده ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ٫ تجارت او سېلګرۍ لپاره يو نوې مقام جوړ شوېدے٬ د بهر هېوادونو څخه د پلاوي د پاكستان د سافټ امېج او په زړه پورې تشخص څَخه خبرول ضروي دي۔ ده ووئيل د بهر پلاويو پاكستان ته راتګ د د دې خبرې دليل دے چې د خارجه پاليسو د كاميابو لړۍ روانه ده۔ وفاقي وزير ووئيل ماليزيا سره معاملې په ښه ډول مخ په وړاندې تللې دي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه وي يا د اعلٰې كچې پلاويو دورې٬ د پاكستان په اړه هر هېواد په زړه پورې خبره كوي٬ د ترکيه صدر په نيويارك ك??ې د وزيراعظم شهباز شريف سره په م??اقات كښې وئيلي ٶ د پاكستان معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ د ملګرو ملتونو د عموموي اسمبلۍ په اړه خبره كولو سره وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ په غونډه ك??ې د فلسطين او کشمير مقدمه په بشپړه ډول وړاندې كړې او د فلسطين د بې ګناه او مظلوم اولس په زړه پورې غږ جوړ شوې چې ګرده نړۍ ئې معترف ده٬ زمونږ سياسي مخالفينو هم په سوشل ميډيا غونډې ته د وزيراعظم د وېنا ستائنه كړې٬ د فلسطين صدر هم د دې ستائنه كړې او اسټيټ آف فلسطين په سوشل ميډيا د وزيراعظم تقرير لګولے په كوم چې زيات ويوز راغلي۔ ده ووئيل د الجزيره ورځپاڼې په سوشل ميډيا پليټ فارمز او د ملګرو ملتونو په آفيشل يوټيوب چينل هم د وزيراعظم تقرير زيات اورېدلے شوے تقرير دے ۔ ده ووئيل وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ په غونډه ك??ې د برهان واني هم ذكر كړې۔ ده ووئيل په غونډه كښې نړۍ ته پېغام وركړے شوے چې پاكستان د موسمياتي بدلون د من??ي اثراتو څخه زيات ځپلې كيږي ٬ پاکستان د کاربن په اخراج كښې يو فيصد برخه لري او كله چې سېلاب راځي نو زيات زيان ئې پاكستان ته رسي۔ وفاقي وزير ووئيل د نړۍ د هېوادونو ذمه واري ده چې ھغوي په پاکستان ك??ې د موسمياتي بدلون د مسئلو مخنيوي لپاره كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې چې د فلسطين او کشمير په کاز كومه خبره شوې ھغه د هر پاكستاني د زړه آواز دے۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم سره هم د کشمير او فلسطين په مسئلو خبرې شوې په كومو چې د ماليزيا وزيراعظم په جار ووئيل د كشمير په معامله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل درآمد پكار دے۔ په معيشت خبره كولو سره وفاقي وزير ووئيل د عمومي اسمبلۍ د غونډې په م??قع آئي اېم اېف پروګرام فائنل شوې٬ دغه اعلان سره زمونږ معيشت لا مستحكم شوې، آئي اېم اېف او ورلډ بينک زمونږ د معاشي پرمختګ ستائنه كړې۔ ده ووئيل د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن روان دے٬ په لويه شمېره خلق اېف بي آر سره رجسټرډ نه ٶ چې پكښې اوس دوه چنده اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د ټېکس فائلرز شمېره زياتېدو سره به په معيشت په زړه پورې اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل سټاك ايکسچينج هره ورځ نوې رېكارډ جوړي٬ بلومبرګ هم وئيلي دي چې د پاکستان د سټاک ايکسچينج شمېره د اسياء په رامخې ته كېدونكې ماركيټونو كښې كيږي٬ ګراني تېر كال 32 فيصده وه كومه چې ټېټېدو سره 6.9 فيصده ته راغلې ده٬ د پټروليم مصنوعاتو بيعه ټېټه شوې٬ د ټرانسپورټ په کرايانو كښې هم كمې راغلې دې ٬ اوړه بنيادي ضرورت دے ٬ اوړه تېر كال 160 روپۍ كلو ٶ كوم چې كمېدو سره 80 روپۍ كلو ته راغلي۔ ده ووئيل شرح سود كښې کمي سره به سرمايه کاري زياته شي٬ زمونږ برآمداتو كښې 14 فيصده اضافه شوې ده٬ تجارتي زيان كم شوېدے۔ ده ووېيل د وزيراعظم سوچ ښكاره دے او د هېواد او قام خدمت د هغه ترجيح دے۔ ھغه غواړي چې اولس ته داسې فلاحي رياست وركړے شي چرته چې ژوند كول آسان وي٬ د اولس ژوند اسانول د حكومت وړومبۍ ترجيحاتو كښې شامل ده۔ وفاقي وزير ووئيل نن نړيوالې مجلې د دے خبرې اعتراف كوي چې د پاکستان معيشت بهترۍ پلو روان دے۔ ده ووېيل د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم هم د وزيراعظم شهباز شريف ستائنه كړې او وئيلي ئي دي چې شهباز شريف صلاحيت لرونكے شخصيت دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د خوارۍ ثمرات رامخې ته كېږي ٬ سټاك ماركيټ هره ورځ نوې رېكارډ جوړوي٬ ګراني كمېدو سره سنګل ډېجټ ته راغلې ده٬ په ګرانۍ ك??ې د كمي اثرات اولس ته م??تقل كول د صوبائي واكمنو هم ذمه واري د، په دې لړ ك??ې د پنجاب وزيراعلیٰ ښه كار كړے دے٬ په پنجاب ك??ې د ټرانسپورټ کرايه كمه كړې شوې٬ په پنجاب كښې پرائس کنټرول ميکنزم ډېر ښه دے٬ نورو صوبو له پكار دي چې ھغوي د اولس سهولت لپاره پرائس کنټرول كمېټۍ جوړې كړي۔ وفاقي وزير ووېيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ كه د خپلو نورو معاملو نه نجات ومومي نو ھغه دې د خپلې صوبې معاملې درست كړي٬ اولس ته دې سهولت وركړي٬ پرائس کنټرول کميټۍ دې جوړه كړي ٬ كرايانې دې كمې كړي٬ په ګرانۍ ك??ې د كمي اثرات دې د صوبې اولس ته م??تقل كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د ماليزيا وزيراعظم د پاکستان په دوره راغلې ٶ٬ په داسې موقع كښې احتجاج څخه به م??في پېغام لاړ شي٬ تحريك انصاف چې كله په اپوزيشن كښې ؤ نو سي پېك تاخير سره مخ كولو لپاره ئې هڅه كړې٬ د سي پېك په پېل ك??ې دهرنا وركړې شوه او چې كله اقتدار كښې ؤ نو د سي پېك رفتار يۍ سست كړو۔ د تحريك انصاف باني چيئرمين ګرده نرۍ ناراضه كړې٬ دا زمونږ رواج دے چې مونږ مېلمستيا كوٶ او د بهر هېوادونو د اعلیٰ كچ پلاويو دورې په م??قع احتجاج كولو سره به م??في تاثر رامخې ته شي۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې ت نظيم غونډه يو لويې ايونټ دے ٬ ډېره موده پس داسې كوم ايونټ په پاكستان كښې كيږي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې مونږ د بهر هېوادونو پلاويو د پاكستان له ښكلا څخه خبر كړؤ۔ د ملائيشيا وزيراعظم هم ووئيل چې سكردو ته زمونږ د راتلونكو وګړو په شمېره ك??ې درې چنده زياتوالې شوې دې۔ ده ووئيل معيشت مخ په شه كېدو دے۔ د سود شرح مخ په كمېدو ده٬ ګرده نړۍ د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي۔ ده ووئيل مېلمنو ته پاكستان كښې هركلې وئيل او هغوي ته يو ښه پاكستان ښودل زمونږ ذمه واري ده كومه به چې مونږ ترسره كوؤ۔ ده ووئيل بهر هېوادونو څخه د اعلی كچې پلاوي دورو په م??قعه احتجاج كول مناسب نه دي٬ اپوزيشن دې د پارليمنټ په فلور احتجاج وكړي په سړكونو احتجاج كولو سره به م??في تاثر لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې ده ووئيل علي امين ته مشوره ده چې هغه دې پېښور ته لاړ شي او د اولس بهترۍ له دې اقدامات وكړي٬ ګراني دې كمه كړي٬ د خوراك څښاك څيزونو بيعې دې خپله چېك كړي۔ احتجاجونه كيږي ٬ دې سره هېڅ فرق نه پرېوزي۔ اصل مسئله معيشت ته وده وركول دي كومې ته چې مونږ خصوصي پاملرنه كوؤ٬ كه پاك پروردګار ته م??ظور وي پاكستان به يو عظيم رياست جوړؤ
Nguồn bài viết : LÔ ĐỀ